|
د د امريكې د متحدو ايالتونو د نړيوالې پرمختيايي
ادارې (USAID)
د دې تمويل
شوي پروګرام موخه دا ده چې د
افغانستان د حكومت ظرفيت پياوړى كړي
څو يو نوى پارلمان چې د دې وړ وي چې د
يو غښتلي، خپلواك او اغېزمنې ادارې په
توګه عمل وكړي، تاسيس او و روزي.
نوموړې پروژه څلور موخې لري چې هره
يوه يې منطقاً پر پخوانۍ موخې متكي
ده: د افغانستان د نوي پارلمان (ملي
شورا) د تاسيس لپاره د سياسي، قانوني
او اداري چاپېريال د ارزونې په لار
اچول؛ د پارلمان كمېسيونونو ته د
تخنيكي مرستو برابرول؛ د تقنيني
پياوړتيا د ستراتېژۍ او د پروګرام د
فعاليتونو طرحه كول؛ او د داسې يو
پروګرام تطبيق چې يو غښتلى، خپلواك او
اغېزمن پارلمان جوړ او و روزي. د ۲۰۰۴
كال په اخرو كې د ولسمشرۍ له ټاكنو
څخه وروسته د ارزونې يو ټيم افغانستان
ته واستول شو.
د امريكې د متحدو
ايالتونو حكومت د افغانستان د پارلمان
د پياوړتيا د پروژې له لارې پلان لري
چې:
- د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي
شورا بنيادي ظرفيت ته وده وركړي څو د
پارلمان غړو ته د اغېزمن او كاري
تقنيني ملاتړ خدمتونه برابر كړي،
- د پارلمان د غړو وړتيا او ظرفيت
پياوړي كړي څو خپل تقنيني دندې او
مسؤليتونه ترسره كړي، او
- د ملي شورا او اجرائيوي څانګې، مدني
ټولنې، غير دولتي ادارو او رسنيو تر
منځ د اړيكو په رامنځته كولو كې مرسته
وكړي.
سر بيره پر
دې، APAP/USAID
په مشرانو او ولسي جرګې دواړو كې شپږو
اساسي تقنيني كمېسيونو ته د پام وړ
مرستې برابروي: نړيوالې چارې، تقنيني
چارې، اقتصادي چارې، قانوني چارې،
مالي او بودجه، او عدالت. د نوموړي
پروګرام يو بل اړخ دا دى چې د عامو
اجتماعاتو شمېره ډېره كړي، په كوم سره
چې افغان اتباع او د دوى استازي سره
په متقابله توګه عمل و كړاى شي.
دا كار به په تقنيني
بهير باندې د اتباعو د اعتماد په
رامنځته كولو او برخه اخيستنې كې ګټور
وي. په نورو فعاليتونو كې لاندې مسايل
شامل دي: غړو او كاركوونكو ته د
كمپيوټر روزنه؛
تداركات؛
د كتابتون د تنظيم روزنه او د ډېټابېز
انكشاف؛
د قانون د
تسويد كورسونه؛
او د پارلمان د غړو لپاره د لسانس د
درجې د يو تحصيلي پروګرام ايجاد او
تمويل.
| |